دټرانسپورت د وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي امام محمد وريماچ، د حیرتان په بندر کې د لاریون کوونکو سره د دوی ستونزو ته د رسیدلو لپاره.
د ترانسپورت د وزارت د مالیې او ادارې مرستیال ښاغلي امام محمد وريماچ او د افغانستان د ځمکنې د ترانسپورت د عمومي ریاست مشر ښاغلي ويس سلطاني د رسمي سفر په ترڅ د حيرتان په بندر کې د ترانسپورت ستونزې لپاره بلخ ولایت ته سفر وکرل .
د لاریون کوونکو سره د لیدلو وروسته، هغه د حيرتان په بندر کې د لاریون کوونکو وړاندیزونو په اړه ، د بلخ ولایت مشر ښاغلي محمد اسحق رهگذر او د ولایتي شورای وکیلانو ، د امنیه قومندان ، د ملي امنیت مشر، څارنوالی مشر او د دې ولایت د سوداګرۍ او صنايعو خونې په ګدون د موجوده ننګونو د حل لپاره په یوه ګډه بڼه سره ولیدل.
په لومړي سر کې، د ټرانسپورت د وزارت مالي او اداري مرستیال د لاریون کوونکو ټرانسپورټ شرکتونو غوښتنې او وړاندیزونو په اړه خبرې وکړل او له دوی څخه یې وغوښتل چې د دې ستونزې حل کولو لپاره تخنیکي ټیم په ګډه سره جوړ کړي ترڅو په دوامداره ډول دې ستونزې ته پای ټکی کیژدی.
د پراخو بحثونو وروسته پریکړه وشوه چې د تخنیکي او حقوقي مسایل د ارزونې غونډو کې اوهمدارنګه د موټروانانو او ټرانسپورت شرکت چارواکي وغوښتل شول ، چې د ترافيکو لپاره د سوداګرۍ او ترانزیتي لارپرانیزي