د اداري مجلس او تخنیکي بورډ ګډه ناسته ترسره شوه
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د اداري پلاوي او تخنیکي بورډ ګډه غونډه د پالیسۍ او ټکنالوژۍ وزارت د معین ډاکټر اکبر جان پولاد په مشرۍ، د ځمکني ټرانسپورټ وزارت د مرستیال انجنیر حافظ صدیق الله عابد په حضور کې د دغه وزارت رئیسانو او کار مندانو سره جوړه شوه.
په دغه ناسته کې د اداري کاري بهیر او اداري او تخنیکي سیستم په اړه هر اړخیز بحث وشو، ددې ترڅنګ ټولو ادارو ته د اداري او تخنیکي کارونو د چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې وشوې.