د ارزګان ولایت د ترینکوټ هوايي ډګر
د ترينکوټ هوايي ډګر په ١٣٨٨ کال کې د اروزګان ولايت د ترينکوټ ښار سوېل لور ته په درې کيلومترۍ کې په ١٦٠٠ جريبه ځمکه کې جوړ شو.
دغه هوایی ډګر د ٢٢٢٣ مترو په اوږدوالی او ٣٠ متره پلنوالي په پاخه او اساسي ډول سره جوړ شوی، چې د پخې شوې ځغاست لیکې، ریمپ ، ټکسي او د مسافرینو ترمینل لري.
د دغه هوايي ډګر د مسافرو ترمينل په مجهزو او لازمو وسايلو سمبال دی، چې دوه عادي د انتظار سالونونه او VIP ترمینل لري، چې په يو وخت کې له دوو سوو څخه د زياتو مسافرینو د ځای کولو ظرفیت لري.
د یادونې وړه ده چې،د دغه هوايي ډګر ټول مسلکي او تخنیکي کارکوونکي د هوايي ډګر د فعال ساتلو په پار پخپل ځای دي او له دغه هوايي ډګر څخه الوتنې په عادي ډول ترسره کیږي.