د دایکندي والي سره د ټرانسپورټ وزیر لیدنه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورټ وزیر انجینر یما یاري د دایکندي والي سید انور رحمتي سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
په دې لیدنه کې، د دایکندي والي په دې ولایت کې د پرمختیايي پروژو تطبیق ته د ټرانسپورت وزیر د پاملرنې مننه وکړه.
هغه دغه راز د خلکو د ستونزو او کار لاندې پروژو؛ په ځانګړي ډول د نیلي ښار د داخلي سړکونو په اړه خبرې وکړې او د ټرانسپورتي ستونزو د حل ترڅنګ یې د یادو سړکونو د کار د چټکتیا غوښتنه وکړه.
د ټرانسپورټ وزیر انجینر یما یاري په دایکندي کې د ټرانسپورټ وزارت د سړکونو ملي ادارې د پروژو په اړه تفصیلي خبرې وکړې او وویل: د لویو او ملي پرمختیایي پروژو تطبیق د دغې ادارې له لومړیتوبونو څخه دی او زر به په دایکندي کې د دوو پرمختیایي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ټرانسپورټ وزیر د اړوندو برخو مسولینو ته لارښوونه وکړه چې د پروژو چارې چټکې او د دایکندي د شریفو خلکو ټرانسپورتي ستونزې حل کړي.