د ټرانسپورټ وزير د ولسي جرګې لومړي مرستيال سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ټرانسپورټ وزير انجنير يما ياري د ننګرهار د خلکو استازي او د ولسي جرګې لومړي مرستيال اميرخان يار سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې ليدنه کې دواړو لوريو د هيواد په کچه د سترو ملي پروژو په پلي کيدو او په ځانګړې توګه په ننګرهار ولايت کې د ټرانسپورټ وزارت پر پروژو نظرونه تبادله کړل.
د ولسي جرګې مرستيال په ننګرهار کې د پرمختيايي, د ساتنې او څارنې پروژو د پلي کيدو له کبله د ټرانسپورټ وزير څخه مننه وکړه او د لا ډيرو پروژو د پلي کولو او د خلکو د ستونزو حليدو غوښتنه يې وکړه.
د ټرانسپورټ وزير په ننګرهار کې د ټرانسپورټ وزرات د پروژو په اړه خبرې وکړې, د سرخرود څپري, د هجرت کلي تر جلال اباد ښاره, د بهسودو پل سړک څخه تر عبدالخيل او د کامه پل سړک څخه تر برکاش کوټ پورې ټولې هغه پروژې دي چې تر کار لاندې دي او د جلال اباد د ښار د سړکونو پروژې کارونه ختم دي او نږدې وخت کې به په قرارداد ورکړل شي.
ښاغلي ياري زياته کړه: د پرمختيايي او ټول ګټو پروژو پلي کول د ټرانسپورټ وزارت د لومړيتوب څخه دي او موږ هڅه کوو د سترو ملي پروژو په پلي کولو سره د هيوادوالو ستونزې حل کړو.