د مسافر وړونکو موټرو لپاره نرخونه وټاکل شول؛
د کرایې لایحې کمیټه چي د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت ، مالي وزارت، نورم او سندرډ اداره، عدلي وزارت، د تجارت وزارت، ترافیکو ریاست څخه جوړ، د فعلي روغنیاتو او پرزه جاتو د قیمتونو په نظر کې نیولو سره د کرایې لایحه تثبیت کړه، د یادونې وړ ده چی نوموړې لایحه د علمي فرمول په اساس د شرکتو د استازو سره په مشوره ټاکل شوې ده.
ټول ترانسپورټی شرکتونه مکلف دي چی د لایحې مطابق کرایه واخلي.
د لایحې څخه د زیاتي کرایې اخیستو په صورت کې مسافرین کولای شې په لاندي شماره خپل شکایت ثبت کړي
۰۰۹۳۷۸۳۰۸۱۲۷۱ - ۰۰۹۳۷۹۹۳۰۰۵۰۰