د اوسپنې پټلۍ ادارې ودانۍ او څو پرمختیایي پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۴ - ۹:۱۳
edary

هرات ولایت ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورت وزیر انجینر یما یاري د رسمي سفر په ترڅ کې په داسې مهال د اوسپنې پټلۍ ادارې وداني او څو پرمختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي او نور چارواکي هم حاضر وو.

په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پر وخت د ټرانسپورت وزیر وویل: د جمهوري ریاست د عالي مقام د 116 ګڼې فرمان له مخې د ټرانسپورت مخکینی وزارت، د اوسپنې پټلۍ اداره، د ملکي هوانوردۍ اداره، د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست او د فواید عامې مخکینی وزارت له یو بل سره مدغم او د ټرانسپورت وزارت په نوم ونومول شول، چې د سکتوري بنسټونو د همغږۍ او همکارۍ سبب شوی.

ښاغلي یاري د هرات د اوسپنې پټلۍ ادارې د ودانۍ د پرانیستې پر وخت وویل: دا ودانۍ په څلورو پوړونو کې د افغانستان د حکومت په 40 میلیونه افغانۍ پرمختیایي بودیجه جوړیږي، چې 25 دفتري خونې، د غونډو سالون، خوړنځی او مېلمستون لري.

د ټرانسپورت وزیر وویل: د هرات د اوسپنې پټلۍ اداره، چې نوې رامنځته شوې، د تورغونډۍ او چاه سرخ - هرات د اوسپنې پټلۍ چارو د جوړولو او ګټې ته سپارلو مسولیت لري.

یاده ودانۍ د هرات په یوه لرغونې سیمه کې جوړه شوې، چې د اوسپنۍ ملي او سیمه ییزه پټلۍ له لویدیز زون او هرات ښار سره نښلوي او د ښو تخنیکي او اداري خدماتو او اسانتیاوو سبب کیږي.

دغه راز د دې سفر پر مهال د بشران سیمې 20 کیلومتره سړک د 252 میلیونه افغانیو، له مناره ها کلي څخه تر نقرې کلي په 196 میلیونه افغانیو 9 کیلومتره سړک، په 164 میلیونه افغانیو د سلما بند 8 کیلومتره بایپاس سړک او په 27 میلیونه افغانیو د هرات - اسلام قلعه د 4 کیلومتره سړک د حفظ و مراقبت چارې بشپړې او پرانیستل شوې.
د دې ترڅنګ له هرات څخه تر چشت شریف پورې د 30 کیلومتره سړک د جغل اندازۍ چارې د 10 میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې، چې له زمان اباد دښتې څخه تر مار اباد پورې غځول شوی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۱:۲۶
Background image

پرواز های سکتور کابل - ارومچی از سرگرفته شد

د کابل ـ ارومچي تر منځ الوتنې بېرته پيل شوې

نن (چارشنبه) د يوې غونډې په ترڅ کې چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت محترمو معينانو او د چین سفارت استازي او نورو مسؤلینو پکې برخه درلوده،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۴ - ۹:۲۸
Background image

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لورې مسافروړونکو موټرو ته د ټاکل شوې کرايې څارنه په جدي ډول روانه ده

 

د لا زياتو معلوماتو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ!

https://www.youtube.com/watch?v=aikOelrtBfQ

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۱ - ۱۱:۵
Background image

د مسافر وړونکو موټرو د کرايو څارنه په جدي توګه دوام لري

جزئیات بشتر

https://www.youtube.com/watch?v=NAjP01C8Vvs

BACK TO NEWS